زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-03-16  |  2024-09-20  |  تازه شوی په: 2024/09/20 - 07:49:1 FA | AR | PS | EN
پاکستان کې د پولیو ۱۸مه پېښه ثبت شوه             افغانستان سبا «جمعه» له سویلي افریقا سره دوهمه لوبه ترسره کوي             پاکستان کې پر واکسیناتورې د ډله ییزتېري یو کس ونیول شو             عمان کې د افغانستان په سفارت د طالبانو دیپلوماتان ځای پرځای شول             مغروري مه کوئ، پر خلکو مهربانه اوسئ او د بیت المال ساتنه کوئ             افغان کډوال به په عزت خپل هیواد ته ستانه کړو             د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ لوبلړۍ سباپيلېږي             یو شمېر طالب مشران خپلې کورنۍ له افغانستانه باسي             ډونالډ ټرمپ د ترور له یوې بلې هڅې روغ وتلی دی             د اوکراين له لوري پر روسيه د ليرې واټن وسلو کارولو غوښتنه             لغمان کې د شاهي کانال پروژې چارې نن پيلېږي             د جنوبي افريقا د کرکټ لوبډلمشر افغانستان کې د توپيري چلند د پای ته رسېدو غوښتنه کړې             په سرپل کې د خرافاتو د مخنيوي په موخه د چنار يوه ونه له بيخه ايستل            د غور- دایکنډي د پېښې عاملان به د عدالت منګولو ته وسپارو             داعش دایکندي‌ کې ۱۴ کسان وژلي            

تاريخ النشر: 2024/02/13 - 03:45:1
زيارة: 209
مشاركة مع الـأصدقاء

د دوحې ناسته نېږدې شوې خو لا یې ډېر اړخونه ګونګ دي
 د دوحې ناسته نېږدې شوې خو لا یې ډېر اړخونه ګونګ دي

انصار: (د سلواغی ۲۴مه)،  د قطر پلازمېنې دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب د کېدونکې ناستې له را نیږدې کېدو سره- سره لا هم د دغې ناستې په اړه ډېر مسایل ګونګ دي.

د افغانستان لپاره د برېتانیا د سفارت سرپرست رابرټ ډیکسون، چې د ډېرو نورو لویدیزو دیپلوماتانو په شان خپلې چارې د قطر له پلازمېنې دوحې څخه سمبالوي، پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې د قطر ناستې په اړه یې په دغه هېواد کې د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو د رژیم له سرپرست نعیم وردګ ورسره لیدلي او خبرې اترې یې کړي.

د هغه په وینا، طالب استازي ته یې ویلي چې یاده ناسته له افغانستان سره د نړۍ د پراخو اړیکو پر بېرته پيل او د نجونو د زده کړو د حیاتي ارزښت پر لرلو متمرکز وو.

برېتانیايي استازي نه دي ویلي، چې په دغه ناسته کې د دوی مشخصې خبرې او پرمختګونه څه وو.

په ورته وخت کې د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې تر اوسه دوی په دوحې ناسته کې د خپل پلاوي د ګډون په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

د دوحې غونډه چې د روانې فبروري میاشتې په اتلسمه او نولسمه پلان شوې، د افغانستان لپاره د سیمې د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي پکې برخه اخلي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې دوی هم په دې غونډه کې برخه اخلي او هم هڅه کوي چې غونډه ښه مسیر ته سوق کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو او د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي په دغه غونډه کې د طالبانو د رژیم د پلاوي د ګډون هڅولو لپاره کابل ته سفرونه کړي او طالب چارواکو سره یې لیدلي.

طالب چارواکي ظاهراً د هغه څه له امله، چې د غونډې په اړه د لازمو توضیحاتو ترلاسه کول او خپل « مانا دار » ګډون بولي، تر اوسه هلته د پلاوي استولو په اړه وروستۍ خبره نه ده کړې.

د طالب چارواکو له څرګندونو ښکاري، چې په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو د پلان مخالف دي او دغه راز غواړي چې ملګري ملتونه د غونډې د کوربه په توګه له خپلو تورو لېستونو د طالب چارواکو د نومونو لیرې کولو لپاره اقدام وکړي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30108






*
*

*



قرأ

عمان کې د افغانستان په سفارت د طالبانو دیپلوماتان ځای پرځای شول


مغروري مه کوئ، پر خلکو مهربانه اوسئ او د بیت المال ساتنه کوئ


یو شمېر طالب مشران خپلې کورنۍ له افغانستانه باسي


ډونالډ ټرمپ د ترور له یوې بلې هڅې روغ وتلی دی


د اوکراين له لوري پر روسيه د ليرې واټن وسلو کارولو غوښتنه


د غور- دایکنډي د پېښې عاملان به د عدالت منګولو ته وسپارو


د اسټرالیا په افغانستان کې د یو شمېر افسرانو رتبې او مډالونه لغوه کړي


د کاملاهریس او ټرمپ ترمنځ مناظره پای ته ورسېده


په اوسلو کې هم د افغانستان سفارت بندیږي


نظری د بامیان محصلان ته په وینا کې پر ملي یووالي ټینګار وکړ


د دوحې موافقې د افغانستان د حکومت روحیه خرابه کړه


د بریتانیا د باندنیو چارو وزارت د افغانستان د سفارت د بندېدو امر کړی


له جرمني څخه ایستل شوي افغانان له بنده خوشی شول


د غزه شهیدانو شمیر ۴۰ زره او ۸۶۱ تنو ته رسیدلی دی


یوناما د کوکنارو د بدیل کښت په اړه د غونډې جوړولو اعلان وکړ


چین په نړیوالو فورمونو کې د طالبانو حکومت ملاتړ کوي


د طالبانو مشر په دشت لیلي کې د زرګونو بې نومو طالبانو ډله قبر ته ولاړ


پخواني لوی څارنوال د څارنوالانو پر وژل کېدو غمرازي وښوده


ځان له نړیوالې ټولنې سره تعامل ته ژمن بولو


په جرمني کی د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ ته یوه اوونۍ وخت


د طالبانو نوی قانون د بشري حقونو دشاتګ ښکارندويي کوي


د بلوچستان د ازادۍ پوځ پاکستاني پوځیانو ته د اوښتو مرګ ژوبلو جزییات خپاره کړل


د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسي مشر د طالبانو نوی قانون د ښځو پر حقونو تېری وباله


د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات څوک ګټي، د چا پله په درنېدو ده؟


يو بريتانوي خبريال په دونتیسک کې وژل شوی





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان